۰

اروزګان کې چاودنو ۱۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۱
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې اروزګان ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
اروزګان کې چاودنو ۱۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې اروزګان ولایت کې د یوې چاودنې له امله ۱۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن چهارشنبې د سلواغې ۸ مه د ارزوګان ولایت مرکز ترینکوټ ښار کې رامنځ ته شوې.

د اروزګان ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چاودنه په یوه موټر سایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله رامنځ ته شوې ده.

اعلامیه زیاتوي لومړی یوه کوچنۍ چاودنه په ترینکوټ ښار کې د منار څلور لاري د پولیسو پوستي ته نږدې وشوه کله چې خلک ورټول شول نو سمدستي د موټر سایکل بم چاودنه وشوه.

سرچینه زیاتوي، چې په دویمه چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او درې پولیسو په ګډون ګډون ۱۳ نور ټپیان شوي، چې ټول ملکي وګړي دي.

د ارزګان ولایت د ولایتي روغتون رئیس امین الله توخي وايي، روغتون ته له نهو ور وړل شویو ټپيانو یوه ساه ورکړې او د نورو وضعه هم ښه نه ده.

د ارزګان ولایت د امنیه قوماندانۍ مسولین دغه پیښه تائیدوي او له دې پرته چې کره شمېر ووايي زیاتوي، چې ملکي خلکو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغې پېښې مسولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:ارزوګان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي