۰

ولسمشر غني د ایټالیا له دفاع وزیر سره په افغان سوله خبرې کړې دي

چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۱
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ایټالیا له دفاع وزیر لورنزو ګویرین سره پر افغان سوله او دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړي دي.
ولسمشر غني د ایټالیا له دفاع وزیر سره په افغان سوله خبرې کړې دي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ایټالیا له دفاع وزیر لورنزو ګویرین سره پر افغان سوله او دوه اړخیزه اړیکو خبرې کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون سه شنبې د سلواغې ۷ مه په ګلخانې ماڼۍ کې د ایټالیا دفاع وزیر چې افغانستان ته په سفر راغلی وکتل.

د ارګ خبرپاڼه وايي، د ایټالیا دفاع وزیر د تاوتریخوالي پر زیاتوالي او هدفمندو ترورونو اندېښنه وښوده او د تاوتریخوالي د سملاسي پایته رسېدو غوښتونکی شو.
 
نوموړي د تروریزم پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنه او میړانه ستایلې ویلي یې دي، چې هېواد یې د سوله ییز، متحد او دیموکراتیک افغانستان ملاتړ کوي.
 
ښاغلي لورنزو ګویرین زیاته کړه، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ایټالیا مرستې او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هېواد د ځواکونو حضور، پر ځای دی.
 
ولسمشر غني د ایټالیا د اصولي دریځ مننه کړې ویلي یې دی، چې افغانان او نړۍ په واحد غږ د تاوتریخوالي د بندېدو غوښتونکي دي او طالبان باید دا درک کړي چې د تاوتریخوالي په دوام سره به یې افغانان او نړۍ پر ضد لازیاته بسیج شي.
 
ښاغلي غني زیاته کړې، چې افغانستان او ایټالیا د دیپلوماټیکو اړیکو سلمه کاليزه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې د عطف ټکی دی. هغه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د ایټالیا د همکاریو د دوام قدرداني وکړه.
 
همداراز ولسمشر د افغانستان د انکشافي او اقتصادي برنامو په ځانګړي ډول خواف-هرات اورګاډي پټلۍ پروژې څلورمې برخې تمویل څخه د ایټالیا د ملاتړ او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د دغه هیواد د مرستو مننه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي