۰

کرکټ: افغانستان، ایرلنډ ته په درېیمه ماتې ورکولو یو ګام نور هم نړیوال جام ته نېږدې شو

چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۲
افغان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزه یا یوې ورځنیو سیالیو درېیمه لوبه هم له ایرلنډ ملي لوبډلې د ۳۷ منډو په توپیر وګټله.
کرکټ: افغانستان، ایرلنډ ته په درېیمه ماتې ورکولو یو ګام نور هم نړیوال جام ته نېږدې شو
افغان کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزه یا یوې ورځنیو سیالیو درېیمه لوبه هم له ایرلنډ ملي لوبډلې د ۳۷ منډو په توپیر وګټله.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لوبلړۍ چې په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې وه، پرون یې درېیمه او وروستۍ لوبه وشوه.

د لوبې پچه یا ټاس ایرلنډ لوبډلې وګاټه او لومړي یې افغانستان ته د توپ وهنې بلنه ورکړه، چې افغان لوبغاړو په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۶۷ هدف مقابل لوري ته کېښود.

د افغانستان د توپوهنې پیل ښه و، رحمن الله ګربز او جاوید احمدي ښه لوبه روانه کړې وه، خو د هغوی له سوځېدو وروسته د رحمت شاه او حشمت الله شهیدي، چې په تېر لوبه کې ښه ځلېدلي و، سوځېدو افغان لوبډله تر فشار لاندې راوسته او داسې ښکارېده چې لوبه به ایرلنډ لوبډله وګټي.

په توپ وهنه کې راشد خان ۴۸، اصغر افغان ۴۱ مندې وکړې او پاتې نور کابو ټول لوبغاړي تر ۳۰ په کمو منډو وسوځېدل خو بیا یې هم یو نسبتآ ښه هدف ۲۶۷ ایرلنډ ته کېښود.

د ایرلنډ د توپوهنې پیل خورا ښه و، اوپنر لوبغاړی پال سټرلینګ چټکه لوبه روانه کړې وه او په یوازې ځان یې ۱۰۸ منډې وکړې خو د هغه تر سوځېدو وروسته نور لوبغاړي د افغان توپ اچوونکو پر وړاندې ټینګ نه شول.

د دوی ټول لوبغاړي ۴۸ اور کې د ۲۳۰ منډو په کولو سره وسوځېدل او په دې سره افغانستان ترې درېیمه لوبه او دغه لوبلړۍ وګټله.

د درېیمې لوبې ګټل د افغانستان لپاره په دې هم مهم و، چې په ګټلو سره یې افغان کرکټ ملي لوبډله یو ګام نوره هم نړیوال جام ته نېږدې شوه.

له ایرلنډ څخه په درې پرلپسي لوبو ګټلو سره افغانستان ۳۰ نمرې تر لاسه کړي، چې نړیوال جام ته د وتونکو لوبډلو په درجه بندۍ کې له پاکستان څخه مخکې شو.

د یادونې ده، دا لوبې د ۲۰۲۳ د نړیوال جام د غوراوي دي چې ۱۳ لوبډلې په کې سیالي کوي او تر ۲۰۲۲ پورې به یې د سر اته لوبډلې نړیوال جام ته وځي.

په هر بري سره ۱۰ نومرې دي او افغانستان په دغه لړ کې د پاکستان او هند په ګډون له یو شمېر نورو هېوادونو سره هم لوبې لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي