۰

جوزجان: په ترافیکي پېښه کې درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې

سی شنبه ۷ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۷
د جوزجان – بلخ ولایت پر لویه لار د جوزجان ولایت اړوند سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې، چې د عیني شاهدانو په وینا ۳۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
جوزجان: په ترافیکي پېښه کې درنه مرګ ژوبله رامنځ ته شوې
د جوزجان – بلخ ولایت پر لویه لار د جوزجان ولایت اړوند سیمه کې یوه ترافیکي پېښه رامنځ ته شوې، چې د عیني شاهدانو په وینا ۳۰ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي وايي، دغه پېښه تېر ماښام شپږ بجې د جوزجان ولایت په حدبخشي سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، چې یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر له یوه باروړونکي موټر سره ټکر وکړ.

د جوزجان د پولیسو ویاند عبدالواحد وجدان وايي، ۴۰۴ موټر له فاریاب څخه د کابل په لور روان و، چې د جوزجان په حدبخشي سیمه کې یې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی.

دی وايي، د پېښې له ځایه ۲۰ تنه ټپیان تر اوسه د جوزجان او بلخ روغتونو ته لېږدول شوي، خو دا چې د پېښې رامنځ ته کېدو سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، د مرګ ژوبلې کره معلومات نه کېږي.

خو عیني شاهدانو ویلي، چې په دغه ترافیکي پېشه کې ۱۰ مسافر وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو لامل نه دی معلوم.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون بیا د کندهار په میوند ولسوالۍ کې په یوه ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې وه، چې یو تن په کې وژل شوی او ۷ نور ټپیان شوي وو.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي