۰

هند له افغانستان سره د کرونا ویروس د واکسین مرسته کوي

سی شنبه ۷ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۰۷
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هند ورسره د ۵ سوه زره ډوزه کرونا ضد واکسین د مرستې ژمنه کړې ده.
هند له افغانستان سره د کرونا ویروس د واکسین مرسته کوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، هند ورسره د ۵ سوه زره ډوزه کرونا ضد واکسین د مرستې ژمنه کړې ده.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې دا خبره د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال بشیر نورمل د هند له لوري د کرونا واکسین د پلي کېدو څرنګوالي په اړه جوړه شوې غونډه کې کړې ده.

په دغه غونده کې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف استازي هم و او بشرمل په دې غونډه کې د کورونا واکسین له پلي کوونکو ادارو وغوښتل چې د هند له لوري د جوړ شوي واکسین لپاره تدابیر ونیسي.

ښاغلي نورمل وویل، هغه کسان چې له ګواښ سره مخامخ دي، لومړی به هغو ته یاد واکسین ورکړل شي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې یاد واکسین ۲۵۰ زره کسانو ته تطبیق شي خو دا نه ده په ډاګه شوې چې دغه واکسین به کله افغانستان ته راورسېږي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د عامې روغتیا وزارت ویلي و چې افغانستان ته به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د کورونا واکسین راوسېږي.

د یادو وزارت د معلوماتو له مخې، د واکسین نړیوالې اتحادیې، نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک ژمنه کړې چې د واکسین په برخه کې به له افغانستان سره مرسته کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي