۰
ارغنديوال:

ارګ کې د یوې خاصې کړۍ د غوښتونو د مخنوي په خاطر لرې کړل شوی یم

دوشنبه ۶ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۰
د مالیې لرې کړل شوي وزیر عبدالهادي ارغندیوال د چارو ادارې له خوا د ده د عزل په مکتوب کې لګېدلي تورونه په کلکه رد کړل.
ارګ کې د یوې خاصې کړۍ د غوښتونو د مخنوي په خاطر لرې کړل شوی یم
د مالیې لرې کړل شوي وزیر عبدالهادي ارغندیوال د چارو ادارې له خوا د ده د عزل په مکتوب کې لګېدلي تورونه په کلکه رد کړل.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي ارغندیوال نن دوشنبې د سلواغې ۶ مه کابل کې د یوې خبري غوندې پر مهال و ویل، چې نه یې د عوایدو ټولولو کې غفلت کړي، نه یې د مدیریت ضعف درلود، نه یې د ولسمشرۍ ماڼۍ له احکامو نافرماني کړې او نه یې هم په وزارت کې غیر قانوني ګومارنې کړې.

نوموړي زیاته کړه، چې د چارو ادارې له خوا دغه لګول شوي تورنه بې بنسټ او دروغ دي او دی د فساد، غیرقانوني کړونو او کوم جنایت له امله نه، بلکې د دې له امله لرې کړی، چې د فساد، د ځینو خاصو کړیو د فرمایشونو او ونډ د مخنیوی یې کولو.

ښاغلي ارغنديوال و ویل، چې په ارګ کې یوې خاصې کړۍ، چې کله یې خپلې شخصي ګټې په خطر کې ولیدلې د ده د لرې کولو هڅې پیل کړې.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه کړۍ د ځینو ګمرکونو ریاستونه ترې غوښتل او ده یې مخنیوی وکړ.

ارغندیوال و ویل، چې په وزارت کې یې ګمارنې کړې خو په وینا یې دا د اصلاحاتو ادارې له خوا تر ازموینې وروسته شوې او ټول هغه کسان ورته بریالي شوي، چې د دې مظلوم او غریب ولس بچیان دي.

ده و ویل، چې په دې ګومارونو کې کوم لوړ پوستونه او داسې کسان نه و، چې د ارغندیوال له کورنۍ، خپلوانو او یا هم د ده له ګوند څخه وي، بلکې داسې غریب کسان و، چې تر ټولو د ډېرو نمرو وړونکي کس له غریبۍ کوتې له بوټو راوتلې وې.

ارغندیوال زیاته کړې، سره له دې چې ولسمشر ورسره منلې وه چې هیڅوک به د ده په چارو کې مداخله نه کوي خو په خبره یې، له بده مرغه چې په ارګ کې یوې خاصې کړۍ په غیر مستقیمه توګه د ده په چارو کې لاسوهنه کوله.

هغه وویل چې ده هېڅکله په دغه وزارت کې د نورو وزیرانو په څېر، نه خپل خپلوان مقرر کړي او نه یې داسې کسانو ته دنده ورکړې ده چې له نورو هېوادونو یې لیسانس راوړی او په ډالري معاشونو مقرر شوي وي.

ارغندیوال څرګنده کړې چې دی ملي ګټو ته ژمن دی او د ملي ګټو د دفاع لپاره تر دې لویو قربانیو ته هم په ورین تندي هرکلی وایي.

د یادونې ده، چې ارغندیوال نېږدې شپږ میاشتې د مالیې وزارت سرپرست و او څه باندې یوه میاشت وړاندې یې له ولسي جرګې د باور رایه تر لاسه کړه، خو له یوې میاشتې کار وروسته څو ورځې وړاندې د ولسمشر د یوه حکم پر اساس چې مکتوب یې د چارو ادارې خپور کړی و له دغه دندې لرې شو.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي