پولیس وایي، پلازمېنه کابل کې یې یو کس د خپلې مور او غور څخه د ګاڼو یا سروزرو د غلا په تور نیولی دی.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د کورنیو چارو وزارت نن یکشنبې د سلواغلې ۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي نیول شول شوی غل نجیب الله نومېږي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، نجیب الله چې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې اوسېږي خپل کور کې له مور او غور څخه د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت سره زر یا ګاڼې غلا کړې وې.
دوی زیاتوي، چې نوموړي د ګاڼو له غلا وروسته له سیمې پښې سپکې کړې وې، خو پولیسو د کشفي او اوپراتیفي عملیاتو پر مهال پرون د ښار د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې ونیوه.
د کورنیو چارو وزارت وايي، مجرم په خپل جرم اعتراف کړی او دا مهال تر پلټنو لاندې دي او ګاڼې هم متضررینو ته سپارل شوې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل