۰

هلمند کې د طالبانو زندان مات او ۲۷ تنه ترې راخوشي شول

پنجشنبه ۲ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۶
ملي دفاع وزارت وايي، د پوځ ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان ځانګړي عملیات کړي او هغه یې مات کړی دی.
هلمند کې د طالبانو زندان مات او ۲۷ تنه ترې راخوشي شول
ملي دفاع وزارت وايي، د پوځ ځانګړو ځواکونو هلمند ولایت کې د طالبانو پر یوه زندان ځانګړي عملیات کړي او هغه یې مات کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دفاع وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه عملیات تېره شپه د کومانډو د ځانګړې قطعې له خوا د هلمند ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې تر سره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو زندان مات او د یوه پخواني نظامي په ګډون ۲۷ تنه ترې راخوشي کړل شوي دي.

ملي دفاع وزرات وايي، طالبانو له دغه زندانیانو سره د ټولو اسلامي او حقوقي موازینو خلاف چلند کړی او هغوی ته یې سختې شکنجې ورکړې دي.

په خبرپانه کې ویل شوي، چې د عملیاتو پر مهال د زندان ساتونکي وژل شوی دی، یوه اندازه وسلې او مهمات او دغه راز یوه برمه چې طالبانو د سړکونو د تخریب لپاره ترې کار اخیست له منځه وړل شوې دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم دفاع وزارت د هلمند ولایت په واشېر ولسوالۍ کې د طالبانو د یوه زندان د ماتېدو او ورڅخه د یوه نظامي په ګدون د ۱۲ ملکي وګړو د خوشي کېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي