۰

ولسمشر غني او د نړۍ نورو مشرانو جوبایډن ته مبارکي ورکړې

پنجشنبه ۲ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۲
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د نړۍ یو شمېر مشرانو د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن ته د ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.
ولسمشر غني او د نړۍ نورو مشرانو جوبایډن ته مبارکي ورکړې
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د نړۍ یو شمېر مشرانو د امریکا د نوي ولسمشر جوبایډن ته د ولسمشر کېدو مبارکي ورکړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جوبایډن پرون چهارشنبې د سلواغې اوله چې د جنورۍ ۲۰ مه کېږي د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړ او رسمآ یې واک تر لاسه کړ.

ولسمشر غني تېره شپه په یوه ټوېټ کې جوبایډن ته د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو مبارکي ورکړې ده.

ښاغلي غني ویلي«ولسمشر جوبایډن ته په دغه تاریخي ورځّ کې په نوي پیل مبارکي وایم، په دغه ستړیو کوونکو ورځو کې افغانستان د امریکا تر څنګ ولاړ دی، زموږ اساسي ملګرس، چې د سولې او ترورېزم د څو بعدي ستونزو سره د مبارزې لپاره یو ځل بیا ملګرتیاوې پیلوي.

په همدې حال کې د نړۍ ځینو نورو هېوادونو هم ولسمشر بایډن ته مبارکي ورکړه ده.

د اروپايي کمېسون مشرې اورزولا فن درلای د مبارکي تر څنګ ویلي، له څلورو اوږدو کلونو وروسته، اروپايي ټولنې بیا په سپینې ماڼۍ کې ملګری پیدا کړ.

 هغې زیاته کړې ده، چې دغې شېبې ته یې ډېر انتظار کاوه.

د جرمني ولسمشر فرنګ والټر شټاینمیر ویلي« دا د دموکراسۍ لپاره یوه ښه ده، زه د ارامتیا احساس کوم چې جوبایډن د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او سپنې ماڼۍ ته راغی، زه پوهېږم چې په جرمني کې ډېر خلک همدا مشترک احساس لري.»

د برتانیا صدراعظم بوریس جانسن هم د مبارکۍ تر څنګ هیله څرګنده کړې، چې سږکال ولسمشر بایډن د جي-هېوادونو په غونډه کې په برتانیا کې و ویني.

د ایټالیا صدراعظم جوزپه کونت  هیله ښودلې ده چې له امریکا سره ګډ کار وکړي. هغه ویلي دي: « منتظر یو چې د بایډن له ادارې سره کار وکړو.»

د هسپانیا صدراعظم پېدرو سانچز ویلي، د بایډن بری پر ښي اړخ-افراط بری دی او د هغه په دریو تګلارو، لوی فریب، ملي تفرقي او ناوړه استفادې او آن په دموکراتیکو بنسټونو باندې په تېري بری دی.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ هم په خپل ټویټر کې لیکلي« زه ولسمشر ټرمپ ته د هغه د لوړې د مراسمو د ورځې مبارکي وایم. غښتلې ناټو د دواړو شمالي امریکا او اروپا لپاره ښه ده، ځکه چې موږ یو هم په یوازې ځان هغه ننګونې نشو حل کولی چې ورسره مخامخ یو. نن د یو بل چپټر د پیل ورځ ده او د نژدې همکارۍ په تمه.»

د ایران ولسمشر حسن روحاني‌هیله ښودلې ده چې د جوبایډن حکومت بېرته د ایران د اتومي تړون سره یو ځای شي.

جو بایډن د امریکا د ۴۶م ولسمشر په توګه لوړه وکړه او و ویل چې له یو شمېر هېوادونو سره به بیا د امریکا اړیکې رغوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي