۰

ولسمشرغني له ویلسن او مېلر د افغانستان او امریکا په نویو اړیکو خبرې کړې

پنجشنبه ۲ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۵
افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د امریکا له شارژدافیر راسن ویلسن او بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي دي.
ولسمشرغني له ویلسن او مېلر د افغانستان او امریکا په نویو اړیکو خبرې کړې
افغان ولسمشر محمد اشرف غني کابل کې د امریکا له شارژدافیر راسن ویلسن او بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وايي، ښاغلي غني پرون چهارشنبې د سلواغې اوله ماښام مهال په ګلخانې ماڼې کېله ویلسن او مېلر سره لیدلي دي.

د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلي غني له ویلسن او مېلر سره د افغان سولې، روان امنیتي وضعیت، د جینوا کنفرانس په ژمنو او د امریکا د نوي حکومت سره چې نن یې رسمي کال پیلېږي د افغانستان د اړیکو په اړه خبرې کړې دي.

په دغه ناسته کې جنرال مېلر ښاغلي غني ته دوحې ته د خپل وروستي سفر په اړه معلومات ورکړل.

له مېلر او ویلسن سره د غني لیدنه او خبرې پر داسې مهال تر سره کېږي، چې تېره د امریکا نوي ولسمشر جوبایډن لوړه وکړه او رسمي یې خپل کار پیل کړ.

ښاغلي غني تېره شپه په یوه ټوېټ کې جوبایډن ته مبارکي یې ورکړې ده.

جمهور خبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي