۰

له ازبکستان نه واردېدونکې برېښنا ۴ سوه میګاواټو ته لوړه شوه

دوشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۱۹
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د ازبکستان هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برښنا کچه له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ میګاواټو ته لوړه کړه.
له ازبکستان نه واردېدونکې برېښنا ۴ سوه میګاواټو ته لوړه شوه
د افغانستان برښنا شرکت وايي، د ازبکستان هېواد افغانستان ته د خپلې وارداتي برښنا کچه له ۳۰۰ څخه ۴۰۰ میګاواټو ته لوړه کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد شرکت زیاتوي، چې وړاندې د ازبکستان د برښنا پنځو دستګاوو کې د ستونزې رامنځته کېدو له امله نوموړي هېواد افغانستان ته د خپلې برښنا کچه را ټیته کړې وه.
 
دی وايي، اوس مهال د نوموړې برښنا کچې په لوړیدو سره کابل او ولایتونو کې به د برښنا پرچاوي ستونزه تر را کښته شي.

د افغانستان برښنا شرکت وايي، د یاد شرکت د رهبري پلاوي له خوا جدي هڅې روانې دي څو د برښنا حالت د عادي کېدو په موخه د برښنا له واردونکو هېوادونو سره د انرژي کمښت ستونزه هواره کړي.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي