۰

ډېر ژر به افغان او ترکمن چارواکي د درې لویو پروژو پرانسته وکړي

چهارشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۶
ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان او ترکمنستان د چارواکو له خوا په افغانستان کې د دریو لویو بنسټیزه پروژو پرانسته وشي.
ډېر ژر به افغان او ترکمن چارواکي د درې لویو پروژو پرانسته وکړي
ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې د افغانستان او ترکمنستان د چارواکو له خوا په افغانستان کې د دریو لویو بنسټیزه پروژو پرانسته وشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له دا خبره د افغانستان د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې کړې او ویلي یې دي، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محمد حنیف اتمر د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرداوف سره تلېفوني خبرې کړې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو لورو د دوه اړخیزه اړیکو او د کابل او عشق آباد تر منځ د ګډو موضوعاتو پر هڅو هم خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، ټاکل شوې ښاغلي مرادوف په نېږدې راتلونکې کې کابل ته راشي او دلته له ولسمشر غني، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره وګوري.

په خبرپاڼه کې ویل شوي د ښاغلي مرداوف له راتګ له او له افغان مشرانو سره لیدنې به افغانستان کې د درې لویو بنسټیزه پروژو پر پرانستې هم خبرې اترې وشي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، د آقینې – اندخوی تر منځ رېل پټلۍ، د کری – اندخوی، پلخمري د برېښنا لېږد او د نوري فایبر انټرنیټي شبکه چې ترکمنستان له افغانستان سره وصلوي هغه درې لویې پروژې دي، چې افغان او ترکمن چاروکي به پرې خبرې او پرانسته به یې وکړي.

قرار است که پروژه، راه آهن آقینه- اندخوی، پروژه انتقال برق کری-اندخوی، پلخمری و پروژه خط فایبر نوری که شبکه انترنتی ترکمنستان را با افغانستان وصل نموده و انترنت سریع، پیشرفته و مستمر را در دسترس افغان‌ها قرار دهد، افتتاح کردد.

ټاکل شوې دغه درې سترې پروژې د روانې مرغومي میاشتې په ۲۵ مه د دواړو هېوادونو د چارواکو له خوا پرانستل شي.

جمهورخبري اژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي