د ولسمشر لومړی مرستیال:

معتادینو د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ښاري تاسیسات غلا کړي دي

15 جدی 1399 ساعت 10:44

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، له دې وروسته د ښاري تاسیساتو د غلا شویو موادو پېرل جرم پېژندل کېږي او له اخیستونکو سره قانوني چلند وشي.


د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، له دې وروسته د ښاري تاسیساتو د غلا شویو موادو پېرل جرم پېژندل کېږي او له اخیستونکو سره قانوني چلند وشي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي صالح نن دوشنبې د مرغومي ۱۵ مه د شپږنیمو له غونډې وروسته په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په تېرو شپږو میاشتو کې د پنځوس میلیونه زیاتو افغانیو په ارزښت ښاري تاسیسات لکه، څراغونه، کثافت دانۍ او نور د نشه يي توکو روږدو کسانو له خوا غلا شوي او په ډېره کمه بیه یې په کباړ اخیستونکو پلورلي دي.

دی وايي، له همدې امله هغه کسانو ته چې د کباړ کارو بار کوي خبرداری ورکولو کېږي، چې وروسته له دې د دغه ډول ښاري تاسیساتو موادو چې غلا شوي وي له پېر او پلور څخه ډډه وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې که له یوې اوونۍ وروسته هم کباړي اخیستوونکي د ښاري تاسیساتو غلا شویو موادو اخیستو ته دوام ورکړي، نو د عامه دارایۍ د غلا په تور به ونیول شي.

د هغه په وینا تازه یې تر یوه بریده د ټابلېټ کا ستونزه حل کړې وه، خو په دې وروستیو ورځو کې په ځانګړي ډول د کابل ښار په ۱۱ مه او ۱۵ مه حوزو کې د د دغه ډول موادو د غلا او پېرلو راپورونه تر لاسه کېږي.

د ولسمشری لومړی مرستیال ټینګار کوي، چې د دغه پدیدې د مخنیوي او د پلورونکو لپاره یې د جزا ورکولو ځانګړي عملیات طرحه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 135075

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/135075/

جمهور
  https://www.jomhornews.com