۰

ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې پنځه تنه وژلي

چهارشنبه ۱۰ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۱۷
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې په یوه کور کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د یادې کورنۍ ۸ تنو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې د ګاز ډبې چاودنې پنځه تنه وژلي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې په یوه کور کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د یادې کورنۍ ۸ تنو غړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه پرون سه شنبې د مرغومي ۹ مه ماښام مهال د شینوارو ولسوالۍ د پنځه ویشتمې ویالې په سیمه کې په یوه کور کې رامنځ ته شوې ده.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د ګاز ډبې د چاودنې له امله د دوه ماشومانو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي په وژل شویو کسانو کې درې د همدې کورنۍ غړي او دوه تنه نور یې مېلمانه وو.

د ننګرهار د روغتیایي مسؤلین وايي، د پېښې له ځایه ۳ ټپیان وروړل شوي چې روغتیایي وضعیت یې نازک دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي