ماین چاودنه کې ۷ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

17 قوس 1399 ساعت 10:34

په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې پر طالبانو خپل ماین چاودلی او ۷ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.


په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې پر طالبانو خپل ماین چاودلی او ۷ تنو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د لیندۍ ۱۷ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، دغه پېښه پرون د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالۍ په چهل ګزي سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

په خبرپانه کې ویل شوي، طالبانو غوښتل د چهل ګزي په سمیه کې ماین ځای پر ځای کړي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې یې پر دوی چاودنه کړې ده.

خبرپانه وايي، په دغه چاودنه کې درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي، چې یو هم په کې ملا علاوالدین دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 134165

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/134165/

جمهور
  https://www.jomhornews.com