۰
چارواکي:

د زابل شنکۍ ولسوالۍ له سقوط نه وژغورل شوه، ۳۱ طالبان وژل شوي

دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو د زابل ولایت پر شنکۍ ولسوالۍ د طالبانو بریدونه مات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د زابل شنکۍ ولسوالۍ له سقوط نه وژغورل شوه، ۳۱ طالبان وژل شوي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، افغان ځواکونو د زابل ولایت پر شنکۍ ولسوالۍ د طالبانو بریدونه مات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ځايي چارواکو په وینا طالبانو تېره شپه پر یاده ولسوالۍ ډلیز بریدونه پیل کړل، چې تر نن دوشنبې (د تلې ۲۸ مې) تر سهار پورې یې دوام درلود.

دوی وايي، طالبانو غوښتل یادې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي، خو د افغان ځواکونو له غاښ ماتونکي ځواب سره مخ شوي او پر شاه تمبول شوي دي.

د زابل امنيه قوماندان سمونوال حکمت الله کوچي وايي، هوایي ځواک پر وخت د افغان سرتیرو مرستۍ ته رسېدلی او پر وسله والو یې بریدونه کړي دي.

نوموړي زیته کړه، چې په جګړه او هوایي بریدونو کې ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز کوچی زیاتوي، چې په یاده جګړه کې یو امنیتي سرتېری هم وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت هم نن دوشنبه ویلي، د طالبانو یوې ډلې پلان درلود، چې د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ په شاوخواه سیموکې پر امنیتي پوستو بریدونه ترسره کړي چې د افغان ځواکونو لخوا شنډ شوو.

دفاع وزارت ویلي چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۲۹ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:زابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي