پاکستاني ځواکونو یو ځل بیا د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې په کونړ ولایت راکېټونه توغولي، چې له امله یې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکي وايي، پاکستاني ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۶ توغندي ویشتلي دي.
د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم زیاتوي، چې دغه توغندي په مرورې ولسوالۍ توغول شوي، چې یو یې په یوه کور لګېدلی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې پر کور د توغندي د لګېدو په پېښه کې یو ماشوم وژل شوی او د یوې مور په ګډون د یادې کورنۍ څلور غړي ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې له تېرو څو کلونو راهیسې د کونړ پر یو شمېر ولسوالیو د ډیورنډډ کرښې له هغې غاړې څخه توغندیز بریدونه کیږي.
افغان چارواکو په وار وار هڅه کړې، چې دغه موضوع له دیپلوماتیکو لارو حل کړي، خو تر اوسه لا دا ستونزه نه ده حل شوې.
جمهورخبري آژانس:کونړ