پولیس تاییدوي، چې پلازمېنه کابل کې یوې چاودنې ۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون یکشنبې د تلې ۲۷ مه ماښام مهال د کابل ښار د لسمې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وایي، چاودنه کې د مقناطسي ماین له امله د پولیسو په رنجر موټر شوې ده.
دی زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
تر اوسه چا د دغه چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل