۰
خلیلزاد:

د امتیاز اخیستو لپاره د تاوتریخوالي ډېرول غلط او د نه منلو فکر دی

دوشنبه ۲۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۳
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې پر وروستیو ناامنیو او تاتریخوالي زیاتېدو باندې اندېښنه ښودلې ده.
د امتیاز اخیستو لپاره د تاوتریخوالي ډېرول غلط او د نه منلو فکر دی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې پر وروستیو ناامنیو او تاتریخوالي زیاتېدو باندې اندېښنه ښودلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بادغس کې د موټر بم برید او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړو شدت وروسته خلیلزاد ویلي روان تاوتریخوالی غندي او دا یو بوږنونکی عمل بولي.

نوموړي زیاته کړه، چې مذاکراتو کې د امتیاز اخیستو لپاره د تاوتریخوالي ډېرول یو غلط فکر دی چې کولی شي جګړې اوږدې کړي او د سولې پروسې ته زیان ورسوي.

خلیلزاد پر حکومت او طالبانو غږ کړی دی چې د دوحې هوکړه او همدا راز ګډه اعلامیه عملي کړي، د تاوتریخوالي له ډېرولو ډډه وکړي او د سولې لپاره ټول خنډونه له منځه یوسي.

دی وايي، د دوحې د تړون تر ټولو مهمه غوښتنه د تاوتریخوالي کمول وو، خو په وینا یې طالبانو د هوکړې پر خلاف په هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي چې د منلو نه دي.

هغه په غور کې د تېرې ورځې برید هم غندلی دی او په خبره یې له طالبانو په ټینګار سره غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او د امتیاز په نیت دې د جګړو په ډېرولو د سولې روان بهیر ته زیان نه رسوي.

د یادونې ده، چې د غور مرکز فیروز کوه ښار کې پروني موټر بم برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ټپیان دي، چې نېږدې اکثریت یې ولسي وګړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي