بادغیس کې له شوي خونړي موټر بم برید وروسته ولسمشر غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی، چې له جګړې لاس واخلي او اوربند وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني بادغیس او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه په کلکه غندلي او دا یې د سولې په زیان بللي دي.
ښاغلي غني یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړي، چې له جګړو لاس واخلي او د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت دې نه ضایع کوي.
ولسمشر چې پرون یې د امنیت شورا په غونډه کې خبرې کولې د بې ګناه افغانانو وژل او ټپي کول نه بښل کېدونکی جنایت وباله.
نوموړی وايي، طالبان دې د جګړې پر ځای مذاکراتو ته ادامه ورکړي.
ښاغلي غني امنیتي او دفاعي ځواکون ته هم سپارښتنه کړې ده چې خپل اقدامات لا ډېر کړي او د خپلو خلکو د ساتلو لپاره تیار اوسي.
د یادونې ده، چې پرون د غور ولایت مرکز کې موټر بم برید وشو، چې په کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۰۰ زیات ټپیان شوي دي.
که څه هم د برید مسوولیت تر اوسه چا نه دی اخیستی، افغان حکومت یې پړه پر طالبانو اچولې خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل