د ملي امنیت ځواکونو د جمهوریت روغتون د داخله څانګې متخصص ډاکتر محب الله بارکزی د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ډاکتر بارکزی یې د پغمان ولسوالۍ تاق ظفر سیمه کې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شي، انسان تښتوونکو ډاکتر بارکزی تر تښتونې وروسته د پغمان ولسوالۍ په یوه سیمه کې ساته او بیا د دې ولسوالۍ تاق ظفر سیمې ته بېولی وو.
ملي امنیت وايي، د ډاکتر بارکزي د اختطاف په تړاو یې د بلال، اسدالله، شېرشاه او ذکریا هزاره په نومونو کسان د کابل ښار په ۱۷ ناحیه کې نیولي دي.
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې په دې پېښه کې د تړاو په تور د ننګیالي، فیض الله او عبدالهادي په نومونو کسان نیول هم شوي دي.
د یادونې ده، ډاکتر بارکزی څه موده وړاندې د کابل له تایمني سیمې څخه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل