۰

د وسله والو غلو او قاتلانو د بانډ یو مشر شېر سیاه سنګ ونیول شو

یکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۲۶
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د ګڼو جنایي جرمونو د یوه بانډ مشر شېرسیاه سنګ نیولی دی.
د وسله والو غلو او قاتلانو د بانډ یو مشر شېر سیاه سنګ ونیول شو
کورنیو چارو وزارت وايي، پولیسو پلازمېنه کابل کې د ګڼو جنایي جرمونو د یوه بانډ مشر شېرسیاه سنګ نیولی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن یکشنبې د تلې ۲۷ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، سیاسنګ له څه مودې راهیسې د پولیسو تر څار لاندې و، چې بالاخبره کابل ښار کې د یو لړ عملیاتو پر مهال ونیول شو.

دغه وزارت د شېرسیاسنګ د نیول کېدو ځای او وخت نه دی په ګوته کړې خو وايي نوموړي په اتمه، نهمه او شپاړسمه حوزو کې جنايي فعالیتونه درلوده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې شېرسیاه سنګ د یادو حوزو اړوند سیمو کې په ګڼو وسله والو غلاو، وژنو، باج اخیستنې او نورو جنايي جرمونو کې لاس درلود.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې پلازمېنه کابل کې د جنایي پېښو په زیاتېدو سره د خلکو شکایتونه او اندېښنې زیاتې شوې، چې ورسره سم امنیتي ارګانونه هم لاس په کار شول.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر پولیسو ته امر وکړ، چې پر مجرمینو رحم ونه کړي او ویې ولي.

د وزیر تر دغه امر څو ورځې وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ولسمشر غني د لارښوونې سره سم د څو اونیو لپاره د کابل د امنیت چارې په خپله غاړه واخیستې.

ښاغلي صالح پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې په قانون کې یې د مصلحت په نوم څه ځای نه لري او پر غلو، داړمارانو، مجرمینو، غاصبانو او د هغوی په ملاتړو به رحم ونه کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي