د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارک پوتزل په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي د غړي مولوي عبدالوثیق سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم وردګ ویلي، پرون شنبې د تلې ۲۶ مه ماښام مهال د طالبانو د سیاسي دفتر د اروپايي څانګې د مسوول مولوي عبدالوثیق د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي مارک پوتزل سره وکتل.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه لیدنه کې د نورو مسایلو تر څنګ د سولې پروسې او په قطر کې د روانو بین الافغاني خبرو په اړه هم په تفصیل سره بحث وشو.
د طالبانو ویاند وايي، دواړو لورو تمه وښوده، چې د سولې مذاکرات په ښه توګه پر مخ ولاړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل