۰

کندهار کې د بهرنیو ځواکونو یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې

یکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۵۸
افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو تایید کړې، چې یوه الوتکه یې د کندهار په هوايي ډګر کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.
کندهار کې د بهرنیو ځواکونو یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې
افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو تایید کړې، چې یوه الوتکه یې د کندهار په هوايي ډګر کې بېړنۍ ناستې ته اړ شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې افغانستان کې د امریکايي ځواکونو یوه ویاند ویلي، دغه سي -۱۷ الوتکې نن یکشنبې د تلې ۲۷ مه د کندهار په هوايي ډګر کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

ویاند زیاته کړې، چې په دغه پېښه کې هېڅ ډول زیان چا ته نه دی رسېدلی او دا مهال هوايي ډګر د ترافیکو پر مخ خلاص دی.

نوموړي په پېښه کې د وسله والو لاس لرل رد کړې وايي، الوتکې د تخنیکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي