۰

غور کې موټر بم برید، تر ۱۰۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۱۹
کورنیو چارو وزارت او سیمه ییز چارواکي وايي، غور ولایت کې خونړۍ موټر بم چاودنه شوې، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
غور کې موټر بم برید، تر ۱۰۰ زیاتو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
کورنیو چارو وزارت او سیمه ییز چارواکي وايي، غور ولایت کې خونړۍ موټر بم چاودنه شوې، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن یکشنبې د تلې ۲۷ مه سهار ۱۱ بجې د غور ولایت د ښځو چارو، شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو مخې او د امنیه قوماندانۍ ته نږدې شوې ده.

کورنیو چارو وزارت تایید کړې، چې چاودنه د یوه کرولا موټر په واسطه شوې، خو عیني شاهدان وایي، چاودنه د کاسټر موټر په وسیله شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، چاودنه کې ۲۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو ځايي امنیتي او روغتیايي چارواکي زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې تر ۱۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غور د عامې روغتیا ریاست رییس جمعه ګل یعقوبي وايي، د پېښې له ځای څخه دوی ته ۱۳ مړي او ۹۵ تنه ټپیان وروړل شوي دي.

نوموړی وایي، نېږدې ټول قربانیان ملکي وګړي او ښایي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې نوره هم زیاته شي.

په ورته وخت کې عیني شاهدان وايي، په دغه چاودنه کې مرګ ژوبله تر ډېره هغه ملکي کسانو ته اوښتې، چې د شهیدانو او معلولینو ریاست ته د خپلو کارونو د خلاصولو لپاره راغلي وو.

د دوی په وینا چاودنه دومره زوروره وه، چې تر ډېرو لرو ځایونو پورې یې د کورنو او دوکانونو ښیښې ماتې کړې او خلکو ته یې میلیونه افغانۍ مالي زیانونه اړولي دی.

د غور امنیه قوماندانۍ هم یوازې د موټر بم برید پخلی کړي، خو په اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په ننګرهار او لغمان کې هم ورته موټر بم بریدونو لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله.

د هېواد په بېلا بېلو برخو کې موټر بم بریدونو، ماین چاودنې او وسله والې نښتې پر داسې مهال زور اخلي، چې هلته قطر کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې خبرې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:غور
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي