۰

ګلبدین حکمتیار پاکستان ته ځي

یکشنبه ۲۷ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۴
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان وايي، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار به په یوه درې ورځني سفر په پاکستان ته ورشي.
ګلبدین حکمتیار پاکستان ته ځي
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی صادق خان وايي، د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار به په یوه درې ورځني سفر په پاکستان ته ورشي.

د جمهور خبري آژانس د خبر هل مخې صادق خان په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې حکمتیار به د روانې اکتوبر میاشتې په ۱۹ مه د درې ورځو به مخه له پاکستان څخه لیدنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې حکمتیار به په دغه لیدنه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي، ولسمشر، لومړي وزیر عمران خان، د پارلمان له ریئسانو سره وګوري.

صادق خان نه دي ویلي، چې حکمتیار به له پاکستاني چارواکو سره لیدنې کې پر کومو موضوعاتو خبرې وکړي، خو ویل کېږي دی به یوه څېړنیز مرکز ته وینا هم وکړي او له ژورنالستانو سره به وګوري.

د دې تر څنګ ویل کېږي، چې حکمتیار به له پاکستان وروسته قطر ته هم ولاړ شي، چېرته چې د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاویو تر منځ د سولې خبرې پیل شوې دي.

تر اوسه د حکمتیار ګوند په رسمي ډول د پاکستان د ځانګړي استازي د یاد ټوېټ په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي