سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې یو تن د لسګونه میله وسلو د قاچاق په تور د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نیول شوی کس تاج الدین نومېږي، د کندوز ولایت د خان آباد ولسوالۍ اوسېدونکی دی او دغه وسلې یې له پاکستان څخه افغانستان ته رالېږدولې وې.
د ننګرهار امنیه قوماندان پاسوال غلام سنايي ستانکزی وايي، یاد کس له ځان سره ۵۱ میله تومانچې او دوه میله کلاشنکوفونه راوړي وو.
د قوماندان په وینا پولیسو دغه د وسلو قاچاق کوونکی د ننګرهار ولایت د مهمند درې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې د عملیاتو پر مهال ونیوه.
د ننګرهار امنیه قوماندان زیاتوي، چې نیول شوی کس به ډېر ژر د قانوني اجرآتو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپاري.
نوموړي دا نه دي ویلي، چې یاد کس وسلې چېرته لېږدولې او د څه لپاره.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار