سیمه ییز چارواکي تاییدوي، چې لغمان ولایت کې د پولیسو په موټر ماین چاودنې ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن چهارشنبې د تلې ۲۳ مه د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار کې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زی تاییدوي، چې چاودنه د پولیسو په رنجر موټر د چسپکي ماین د چاودنې له امله رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وینا په چاودنه کې درې تنه وژل شوي او د یوه پولیس افسر په ګډون ۷ تنه نور په کې ټپیان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
د یادونې ته، چې نن د ننګرهار په مرکز جلال آباد ښار درېیمه ناحیه کې هم یوه ماین چاودنه شوې، خو مرګ ژوبله نه لري، ولې خلکو ته یې مالي زیان اړولی دی.
جمهورخبري آژانس:لغمان