۰

ولسمشرغني د ولسي جرګې د ځینو غړو سره لیدلي دي

چهارشنبه ۲۳ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۲
ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې د یو شمېر غړو سره لیدلي او داډ یې ورکړي، چې راتلونکې اوونۍ به د کابینې وزیران د باور رایې تر لاسه کولو ورمعرفي کړي.
ولسمشرغني د ولسي جرګې د ځینو غړو سره لیدلي دي
 ولسمشر محمد اشرف غني د ولسي جرګې د یو شمېر غړو سره لیدلي او داډ یې ورکړي، چې راتلونکې اوونۍ به د کابینې وزیران د باور رایې تر لاسه کولو ورمعرفي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني پرون چهارشنبې د تلې ۲۲ مه ارګ کې د جرګې د یو شمېر کمېسیونونو له مشرانو او غړو سره لیدلي دی.
 
د ارګ خبرپانه وايي، وکیلانو په خبرو خبرو کې د سولې په اړه ویلي، چې باید د سولې خبرې د افغان ولس تر مدیرست لاندې اوسي او باید د تېرو کلونو لاس ته راوړنې په کې وستال شي.
 
وکیلانو د جمهوریت او تېرو ۱۹ کلونو د ارزښتونو پر ساتنې د ټینګار پر مهال د نظام په جوړښت کې د ښځو د رول پر پیاوړتیا د تاکید ترڅنګ د اجرائیه او مقننه قواو ترمنځ د لازیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي غني هم په خپلو خبرو کې د دري ګونو قواوو ترمنځ پر تعامل ټینګار کړی ویلي یې دي، چې حکومت د څارنې او تقنین په برخه کې پارلمان سره همکار دی.

ولسمشر غني زیاته کړې، چې قانون جوړونه مهم امر دی او باید د قانوني خلا او په قوانینو کې د تضاد مخنیوی وشي.
 
دغه راز ولسمشر وکیلانو ته ډاډ ورکړي، چې راتلونکې اوونۍ به نوماند وزیران هم د باور رایې تر لاسه کولو لپاره جرګې ته ورمعرفي شي.

ولسمشر د نظام په جوړښت کې د ښځو د رول د ملاتړ او د څارنې او تقنین په برخه کې د همکارۍ څرګندولو پر مهال ویلي، د افغانستان د راتلونکي لپاره د جینوا راتلونکی کنفرانس مهم دی.
 
افغان ولسمشر زیاته کړې، چې سوله ورته لومړیتوب لري او د اساسي قانون ارزښتونه، د جمهوریت نظام او د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې به خوندي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي