ملي دفاع وزارت وايي، هلمند ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې ۱۴ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت نن شنبې د تلې ۱۹ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه پېښه نن سهار د هلمند ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چاودنه په ۴۰۴ مسافر وړونکي موټر د کندهار – هرات پر لویه لار د کرشک ولسوالۍ اړوند سیمه کې شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه چاودنه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
ملي دفاع وزارت وايي، ماین د طالبانو له خوا اېښودل شوی و، چې ولسي وګړي یې قرباني شول.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه هم طالبانو غبرګون ښودلی.
جمهورخبري آژانس:کابل