۰

نړیوال بانک له افغانستان سره سل میلون ډالر وړیا مرسته کوي

سی شنبه ۸ میزان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۹
نړیوال بانک له افغانستان سره سل میلیون ډالر وړیا مرسته کوي او دغه مرسته د یاد بانک د مدیزه پلاوي له خوا تصویب شوې ده.
نړیوال بانک له افغانستان سره سل میلون ډالر وړیا مرسته کوي
نړیوال بانک له افغانستان سره سل میلیون ډالر وړیا مرسته کوي او دغه مرسته د یاد بانک د مدیزه پلاوي له خوا تصویب شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بانک د چارواکو په وینا له دې مرستې یې موخه د افغانستان د ملي سکتور له ثبات او کوچینو سوداګریزو فعالیتونو څخه ملاتړ دی.

د دغه بانک په راپور کې چې پرون دوشنبې د تلې ۷ مه راغلي، چې دغه وړیا مالي مرسته د نړیوالې پراختیا ادارې له خوا چې له بېوزلو هېوادونو سره د نړیوال بانک د مرستو یوه برخه ده، چمتو شوې ده.

راپور وايي، دغه پیسې به د افغانستان د مالي سیستم د پیاوړتیا پروژې له لارې د افغانستان بانک د ظرفیت لوړونې او د مالي مقررارتو په تطبیق کې د دې بانک څارونکی رول پياوړي کولو او د آسانتیاوو برابرولو په برخه کې ولګول شي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس، هینري‌ کرالي ویلي،په داسې حال کې چې د افغانستان اقتصاد د کوویډ-۱۹ ویروس د منفي‌ اغېزو څخه غواړي ځان وباسي، د دې هېواد د مالي سکتور پياوړتیا د دغه بهیر په چټکتیا کې مهمه ونډه لوبولۍ شي.

د هغې په وینا دا نوې مالي مرسته به د مالي سکتور د ثبات د ساتنې او تقویت له پاره د افغانستان بانک ظرفیت لوړ کړي او همدا رنګه به له مالي بنسټونو او بانکونو څخه ملاتړ وکړي‌ څو له خصوصي تشبثاتو سره په تیره بیا هغه شمېر شرکتونو ته د پورونو په ورکولو کې مرسته وکړي چې د ښځو لخوا یې مشري او یا چارې پر مخ وړل کېږي.

د یادونې ده، چې نړیوال بانک تر دې مخکې هم له افغانستان سره وړیا مرستې کړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي