۰

وردګو ولایت کې هم سېلابونو درانه زیانونه اړولي دي

پنجشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۶
سیمه ییز چارواکی وایي، میدان وردګو ولایت کې د درنو سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته په میلیونه افغانۍ مالي زیانونه اوښتي دي.
وردګو ولایت کې هم سېلابونو درانه زیانونه اړولي دي
سیمه ییز چارواکی وایي، میدان وردګو ولایت کې د درنو سېلابونو راوتلو له امله خلکو ته په میلیونه افغانۍ مالي زیانونه اوښتي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سېلابونه پرون چهارشنبې د وږي ۵ مه د دغه ولایت په دایمرداد، چک، سید آباد، نرخ او جلرېز ولسوالیو کې راوتلي دي.

د ځايي چارواکو په وینا سېلابونو د خلکو زرګونه جرېبه کرنیزې ځمکې او باغونه ویجاړ کړي او دغه راز یې ۲۶۴ کورونه هم له منځه وړي دي.

د میدان وردګ چارواکو د طبعي پېښو سره د مبارزې په موخه بېړنۍ ناسته کړې، خو وایي امکانات یې محدود دي او مرکزي حکومت باید مرسته وکړي.

 د ولایت مقام وایي، د مرستیال والي په مشرۍ پلاوی له سیلاب ځپلو سره د اړینو مرستو لپاره کار کوي خو له مرکزي حکومت یې هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

ولایت مقام د ځاني تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د یادونې ده، چې د میدان وردګ تر څنګ په پروان، پکتیا، کاپیسا او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې هم سخت سېلابونه راوتلي او خلکو ته یې د درنو ځاني تلفاتو تر څنګ مالي زیانونه هم اړولي دي.

سېلابونو تر ټولو زیات زیان پروان کې اړولی، چې د معلوماتو له مخې تر اوسه د ۱۰۰ تنو جسدونه رایستل شوي کابو ۲۰۰ ټپیان او پنځه سوه کورونه نړېدلي دی.

جمهورخبري آژانس: میدان وردګ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي