۲

د ځینو چارواکو او وکیلانو معاشونه او مالي امتیازات وځنډول شول

سی شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۸:۳۵
د شتمنیو د ثبت او ارزونې اداره وايي، د یو شمېر چارواکو او پارلمان د وکیلانو معاشونه او مالي امتیازات ځنډول شوي دي.
د ځینو چارواکو او وکیلانو معاشونه او مالي امتیازات وځنډول شول
د شتمنیو د ثبت او ارزونې اداره وايي، د یو شمېر چارواکو او پارلمان د وکیلانو معاشونه او مالي امتیازات ځنډول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یادې ادارې ویلي، معاشونه او امتیازات د هغه چارواکو او وکیلانو ځنډول شوي، چې خپله شتمني یې په ټاکل شویو درېیو اوونیو کې ثبت نه کړه.

د شتمنیو د ثبت او ارزونې ادارې مشر عبدالودود بشریار نن سه شنبې د زمري ۱۴ مه مازیګر مهال په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، په دغو کسانو کې د ملي شورا استازي، دوه وزیران او معینان شامل دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې کې د ولسي جرګې ۱۷۲ وکیلان، د مشرانو جرګې ۱۲ غړي، دوه وزیران، څلور والیان او شپږ معینان شامل دي.

د شتمنیو د ثبت او ارزونې ادارې مشر وايي، تر دې وروسته به د د لوړپوړو او منځپوړو چارواکو په تړاو هم دغه اقدام کېږي، که چېرې دوی هم خپله شتمني ثبت کړې نه وي، مالي امتیازونه او معاشونه به وځنډول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي