ښايي ولسي جرګه له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون لغوه کړي

2 اسد 1399 ساعت 7:49

د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی په وروستیو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدو ته اشارې وايي، ښايي د واشنګټن او کابل تر منځ شوی امنیتی تړون لغوه کړي.


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی په وروستیو کې د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتېدو ته اشارې وايي، ښايي د واشنګټن او کابل تر منځ  شوی امنیتی تړون لغوه کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جرګې د غړو په وینا امریکا له افغانستان سره امنیتي تړون ته ژمنه نه ده او که دغه وضعیت دوام وکړي، د جرګې د غونډې اجندا به د یاد تړون لغوه کېدل وي.

ولسي جرګه د امنیتي تړون د لغوه کولو خبرداری پر داسې  مهال ورکوي، چې په دې وروستیو کې ناامنۍ زیاتې شوې، پر افغان ځواکونو د طالبانو د حملو او د کونړ ولایت پر ځینو سیمو د پاکستان له لوري د توغندیو له ویشتل کېدو زور اخیستی دی.

له همدې امله د جرګې لومړي مرستیال محمد میرزا کټوازي آزادۍ راډیو ته ویلي، که امریکا پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، ممکن ولسي جرګه له امریکا سره د افغانستان امنیتي تړون لغوه کړي.

هغه ویلي« امریکا چې له افغانستان سره امنیتي تړون لري او ولسي جرګې پاس کړی، ورته ژمنه نه ده، اوس د امنیتي بنسټونو خبرې د پام وړ دي او ولسي جرګه د امنیتي ځواکونه ملاتړه ده، اوس دغه موضوع د ولسي جرګې په راتلونکي ناسته کې مطرح کېږي، که امریکا پر دغه تړون عمل ونه کړي، د افغانستان حکومت به ځان لپاره بله بدیل لاره ومومي او دغه تړون به لغوه شي.»

د ولسي جرګې منشي اسدالله شهباز هم وایي، امریکا په ډېرو برخو کې له افغانستان پر امنیتي تړون عمل نه دی کړی.

ښاغلي شهباز د امنیتي او ملکي کسانو د تلفاتو زیاتوالي او د پاکستان له لوري د هېواد پر سرحدي سیمو د توغوندیو ویشتلو ته اشاره ویلي، امریکا باید له افغانستان سره د امنیتي تړون له موادو سره سمه مرسته وکړي، حال دا چې تر اوسه یې دا مرسته نه ده کړې.

د امریکا او افغانستان ترمنځ امنیتي تړون په ۲۰۱۴ میلادي کال کې لاسلیک شو، چې له مخې یې امریکا ژمنه ده چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزني، تجهیز، مشورو او پیاوړتیا لپاره هرکال مالي امکانات ولټوي.

په دغه تړون کې دا هم راغلي چې دواړه لورې به د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او سیاسي استقلال پر وړاندې د هر بهرني هېواد د وسله وال ګواښ پر ضد کلکه مقابله کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 


د مطلب کود: 129824

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/129824/

جمهور
  https://www.jomhornews.com