سیمه ییز اوسېدونکي او چارواکي وايي، غزني ولایت کې د ولسي وګړ په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د جمهور آژانس د خبر له مخې پېښه پرون شنبې د چنګاښ ۲۱ مه د غزنی ولایت جغتو ولسوالۍ د یوسف په نامه کلي کې رامنځ ته شوې ده.
د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده وايي، موټر له غزني ښار نه جغتو ولسوالس ته په لار روان و، چې د قیاق سیمې په یوسف کلي کې پرې چاودنه شوې.
نوموړي د مرګ ژوبلې دقیق ارقام په ګوته نه کړل خو ویلي یې دي، چې ټپیان د امنیتي ځواکوونو له خوا ولایتي روغتون ته وړل شوي دي.
د والي ویاند وايي، په وژل شویو او ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.
دی زیاتوي، چې ماین د طالبانو له خوا ځای پر ځای شوي و، خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ځايي اوسېدونکي وايي، په دغه ماین چاودنه کې ۶ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
د جغتو ولسوال یاسین جویا هم وايي، په موټر کې ۱۴ تنه سپاره و، چې چاودنه پرې شوې او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
د غزني د ولایتي روغتون مشر باز محمد همت وايي، د پېښې له ځایه دوی پنځه ټپیان وروړل شوي، چې دوه مېرمنې او درې ماشومان دي.
جمهورخبري آژانس:غزني