ملي امنیت ځواکونو هرات ولایت کې د وسله والو طالبانو دوه مهم غړي قاري شفیع او ملا روات نیولي دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د هرات ملي امنیت ریاست وايي، قاري شفیع مشعور په حافظ عمري د هرات د کروخ ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول او ملا روات بیا د ګذرې، زنده جان، انجیل او پښتون زرغون ولسوالیو لپاره د طالبانو روغتیايي مسوول وو.
د هرات د ملي امنیت ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې و یلي، طالب قومندان قاري شفیع یې له شینډنډ نه کروخ ته پر لاره د ایران سپاه پاسدارانو په موټر کې نیولی دی.
سرجینه زیاتوي، نوموړي غوښتل پر پاشدان د بریدونو زیاتوالي لپاره ولاړ شي.
پاشدان بند له سلما بند څخه وروسته تر ټولو لوی بند دی چې د جوړېدو چارې يې ۴۰ سلنه بشپړې شوې دي.
ملي امنیت وايي، قاري شفیع په هرات ښار کې دننه د ګڼو ترهګریزو بریدونو مسوولیت هم پر غاړه لري.
دغه راز په خبرپاڼه کې ویل شوي په یو بل عملیات کې یې د ګذرې، زنده جان، انجیل او پښتون زرغون ولسوالیو لپاره د طالبانود صحي کمېسیون مسوول له یو لړ مهماتو سره نیولی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:هرات