۰

نړۍ کې کابو دوه نیم میلیونه انسانان په کرونا اخته دي

سی شنبه ۲ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۴۷
تازه راپورونه وايي، چې به ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کابو دوه نیم میلیونه کسانو ته رسېږي او لسګونه زره نور ترې مړه شوي دي.
نړۍ کې کابو دوه نیم میلیونه انسانان په کرونا اخته دي
تازه راپورونه وايي، چې به ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر کابو دوه نیم میلیونه کسانو ته رسېږي او لسګونه زره نور ترې مړه شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې تر دا مهال په نړۍ کې پر دغه ویروس ۲۴۸۱۲۸۷ شوي دي چې په سر کې یې امریکا ده.

تر اوسه په ډوله نړۍ کې د کرونا ویروس له امله ۱۷۰۴۳۶ مړه شوي او دغه راز ۶۴۶۸۵۴ کسه بېرته ترې روغ شوي دي.

په امریکا کې د مړو شوو شمېر ۴۲۵۱۴ ته رسېدلی دی، مثبتې پېښې هم پکې ۷۹۵۷۵۹ ته رسېدلې دي.

هسپانیا کې د مړو شمېر ۲۰۸۵۲، ایټالیا کې ۲۴۴۱۱، برېتانیا کې ۱۶۵۰۹، فرانسه کې ۲۰۲۶۵، ایران کې ۵۲۰۹، ترکیه کې ۲۱۴۰ او جرمنې ۴۸۶۲ ته رسېدلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي