۰

افغانستان کې د کرونا پېښې له ۹۰۰ تنو واوښتې

جمعه ۲۹ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۰
د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۹۰۰ څخه واوښته.
افغانستان کې د کرونا پېښې له ۹۰۰ تنو واوښتې
د عامې روغتیا وزارت اعلان وکړ، چې په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۹۰۰ څخه واوښته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن جمعه د وري ۲۹ مه و ویل، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۶۶ نورې پېښې هم ثبت شوې دي.

نوموړي زیاته کړه، چې له تازه ثبت شویو پېښو څخه ۲۶ په کابل، ۱۵ په کندهار، ۶ په بلخ، ۵ په کندوز، ۵ په هرات، ۴ په هلمند، ۳ په لغمان او یوه یوه پېښه په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې دي.

د مایار په وینا د دغه ۶۶ پېښو په ثبت سره په ټول هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۹۰۶ تنو ته ورسېده، چې ۳۰ تنه ترې مړه شوي دي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کرونا ویروس ۴۵ تنه روغ شوي هم دي، چې په دې سره د روغو شویو کسانو شمېر ۹۹ تنو ته ورسېده.
 
د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي، خوشبختانه چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله څوک مړه شوي نه دي.

د یادونې ده، چې په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نېږدې دوه نیم میلیونو ته رسېدلی دی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي