۰
له کرونا سره د مبارزې کمېټه:

د لسو زرو ډاکټرانو روزنه او د ځانګړو جامو تولید پیلېږي

دوشنبه ۲۵ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۳۶
له کرونا سره د مبارزې عالي دولتي کمېټه د تازه اقداماتو خبر ورکوي وايي د کرونا سره د مبارزې په خاطر د لسو زرو ډاکټرانو روزنه او د ځانګړو جامو تولید پیلېږي.
د لسو زرو ډاکټرانو روزنه او د ځانګړو جامو تولید پیلېږي
له کرونا سره د مبارزې عالي دولتي کمېټه د تازه اقداماتو خبر ورکوي وايي د کرونا سره د مبارزې په خاطر د لسو زرو ډاکټرانو روزنه او د ځانګړو جامو تولید پیلېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د دغه کمېټې مشر وحید عمر او غړو پرون یکشنبې د وري ۲۴ مه د ولسي جرګې د روغتیا کمیسیون ته کړې دي.

دوی ویلي چې له کرونا سره د مبارزې لپاره باید بودیجه تعدیل شي او د دغه پدیدې پر وړاندې د مبارزې لپاره باید لا ډېرې پیسې ځانګړې شي.

وحید عمر ویلي، په تخمیني ډول ویل شي، چې تر اوسه پورې د کرونا سره د مبارزې په موخه درې میلیارده افغانۍ ځانګړې شوې دي.

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز بیا ویلي،سر له نن به په کابل کې د لسو زرو روغتیايي کارکوونکو روزنه پيل شي څو وکړی شي د کرونا د ناروغانو مصونه درملنه وکړي.

دغه راز هغه زیاته کړې چې کابل کې به د کرونا پر وړاندې د مبارزې په کرښه کې د فعالو ډاکټرانو لپاره د محافظتي جامو د تولید یوه فابریکه هم کار پیل کړي.

د عامې روغتیا وزیر وایي دوی هڅه کوي خپلو امکاناتو ته په کتو د دغه ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي.

د ولسي جرګې غړو د کمېټې مشرتابه ته ویلي چې د خلکو بېوزلۍ او ستونزو ته په کتو باید د کرنټین پر مهال د هر ډول همکارۍ تیاری ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي