۰
د هاروارډ پوهنتون څېړنه:

قرآن کریم په بشریت کې د عدالت لپاره غوره اساسي قانون دی

یکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۰۳
نړۍ کې تر ټولو مخکښ او مشهور پوهنتون (هاروارډ) په خپله یوه څېړنه کې ویلي، قران کریم د عدالت لپاره د نړۍ تر ټولو غوره کتاب دی.
قرآن کریم په بشریت کې د عدالت لپاره غوره اساسي قانون دی
نړۍ کې تر ټولو مخکښ او مشهور پوهنتون (هاروارډ) په خپله یوه څېړنه کې ویلي، قران کریم د عدالت لپاره د نړۍ تر ټولو غوره کتاب دی.

د اسلامي معلوماتو وېبسایټ په یوه خپره کړې مقاله کې د یاد پوهنتون د څېړنې په حواله زیاتوي، د دوی څېړنې او مطالعات ښيي چې په قران کې هېڅ ډول بې عدالتي نشته ده او د بشریت لپاره د عدالت د تامین په برخه کې غوره اساسي قانون دی.

دغه پوهنتون د خپلو څېړنو په برخه کې د قران کریم ځينې آیتونه را اخیستې دي او وایي، دغه سپېڅلي کتاب هر ډول بې عدالتي غندلې ده او د بشریت لپاره یې پر عدالت ټینګار کړی دی.

د اسلامي اُمت عُلما هم تل د خپلو وعظونو او خطابو پر مهال په اسلام کې بې عدالتي غندي او پر مسلمانانو غږ کوي چې د قران کریم له احکامو سره سم په نړۍ او انساني ټولنو کې د عدالت د تامین لپاره هڅې او کار وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي