۰

د باختر افغان هوايي شرکت بېرته فعالېږي

چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۵
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د باختر افغان هوايي شرکت د فعالیت بېرته پیلول د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا منظور او بېرته به فعالیت پیل کړي.
د باختر افغان هوايي شرکت بېرته فعالېږي
ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د باختر افغان هوايي شرکت د فعالیت بېرته پیلول د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا منظور او بېرته به فعالیت پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، دغه پرېکړه پرون سه شنبې د مرغومي ۲۴ مه د ملي تدارکاتو په غونډه کې وشوه.

خبرپاڼه وايي، د ملي تدارکاتو کمېسیون پر ۲۹ تدارکاتي موضوع ګانو د بحث په پایله کې له څلور نیم میلیارډ څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت ۲۸ تدارکاتي موضوع ګانې د اریانا افغان هوايي شرکت اړوند، د باختر افغان هوايي شرکت د فعالیت بیا پيلولو او پانګونې طرحې د وړاندیز په ګډون منظور شوې.

د یادونې ده، چې د باختر افغان هوايي نیمه دولتي شرکت په ۱۳۴۵ کال کې په افغانستان کې فعال شو او تر ډیره یې داخلي پروازونه تر سره کول، خو په دغه هېواد کې د اوږدو جګړو له امله یې سقوط وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي