د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ۱۳۹۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې، چې محمد اشرف غني په کې تر ټولو زیاتې رایې وړې دي.
د جمهور آژانس د خبر له مخې د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني نن یکشنبې د مرغومي اوله په ټاکنو کمېسیون کې د یوې ناستې پر مهال د میران د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پایلې اعلان کړې.
نوموړې و ویل، چې د کارول شویو رایو څخه محمد اشرف غني ۹۲۳۸۶۸ رایې، چې د ټولو رایو پنځوس اعشاریه څلورشپېته سلنه رایې وړې دي.
دغه راز هغې زیاته کړه، چې ټاکنو بل نوماند ډاکتر عبدالله عبدالله بیا ۷۲۰ زره او ۹۹ رایې وړې، چې د ټولو رایو، ۳۹،۵۲ سلنه جوړوي.
د نورستاني په خبره ګلبدین حکمتیار ۷۰۲۴۳ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۳،۸۵ سلنه جوړوي.
د ټاکنو کمېسیون د مشرې په وینا بل نوماند رحمت الله نبیل بیا ۳۳ زره ۹ سوه ۲۱ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۱،۸۶ سلنه جوړوي.
دغه راز فرامرز تمنا، ۱۸۶۶۰ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰،۹ سلنه جوړوي.
سید نورالله جلیلي بیا ۱۵۵۲۶ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۵ سلنه جوړوي.
عبدالطیف پدرام ۱۲ زره ۶۰۸ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۱۹ سلنه جوړوي.
عنایت الله حفیظ ۱۱ زره ۳۷۴ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۸۲ سلنه جوړوي.
حکیم تورسن ۶ زره ۶۶۰ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۳۶ سلنه جوړوي.
احمد ولي مسعود ۳۳۴۲ رایې وړې، چې د ټولو رایو، ۰.۲۲ سلنه جوړوي.
شهاب حکیمي ۳۳۲۴ رایې وړې، چې د ټولو رایو ۰.۱۸ سلنه جوړوي.
او غلام فاروق نجراب بیا ۱۶۶۶ رایې وړې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني و ویل، چې ټولې یو میلیون ۸۲۴ زره او ۴۰۱ رایې بایومتریک شوې دي.
نوموړې زیاته کړه، چې نوماندان تر دریو ورځو پورې وخت تر چې خپل شکایتونه د ټاکنو کمېسیون د اعلان شویو پایلو په تړاو شکایتونو کمېسیون ته وړاندې کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل