۱

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی دی

پنجشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۹
د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې پرمختګ شوی، خو تر اوسه کوم پرېکنده توافق ته نه دي رسېدلي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرو کې پرمختګ شوی دی
د سولې له مذاکراتو باخبره سرچینې وایي، د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې پرمختګ شوی، خو تر اوسه کوم پرېکنده توافق ته نه دي رسېدلي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له تېرې شنبې لیندۍ ۱۶ مه د  قطر پلازمېنه دوحه کې پیل شوې، چې اوس هم دوام لري.

پخواني طالب چارواکي مولوي قلم الدین هم جمهور خبري آژانس ته تایید کړه، چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې نن پشنبې هم دوام لري.

نوموړي زیاته کړه، چې دواړو لورو په تېرو پنځه ورځینو خبرو کې، د بین الاافغاني مذاکراتو پر پیل او اوربند خبرې کړې او په دواړو برخو کې یې پرمختګونه کړي دي.

د هغه په وینا تر اوسه په دې برخه کې کوم کوتلي توافق ته نه دي رسېدلي خو دواړه لوري د تاوتریخوالي په کمولو ټينګار لري.

مولوي قلم الدین وایي، امریکا د اوربند او رسمي بین الافغاني خبرو پر ژر کېدو ټینګار کوي، خو طالب لوری تر څو له امریکا سره تړون نه وي لاسلیک شوی، دوی به اوربند او بین الاافغاني خبرو ته تن ورنه کړي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې، چې د دوی تر منځ اختلافات څومره جدي دي او د دغه اختلاف پر دوام به د سولې خبرې پایله ولري که نه؟ و ویل، هو، مخکې هم دې خبرو نتیجه ورکړې او د اوربند او بین الافغاني خبرو د پیل موضوع د مخکنیو ۹ میاشتنیو مذاکراتو په مصوبه کې یاده شوې او اوس یې  طالبان پر اجرايي کېدو ټینګار لري.
 
ښاغلي قلم الدین ټینګار وکړ، چې دواړه لوري ښایي د تاوتریخوالي په کمولو کې موافقې ته سره ورسېږي، خو د اوربند او بین الافغاني خبرو د پیل موضوع تر هغه پورې ښايي تایید نه شي، تر چې له امریکا سره تړون نه وي شوی.

نوموړي زیاته کړه، چې په پرونیو خبرو کې دواړو لورو د تړون د لاسلیک پر څرنګوالي، چې کله او چېرته لاسلیک شي او د لاسلیک پر مهال یې د کومو هېوادونو استازي شتون ولري، بحث شوی خو تر اوسه معلومه نه ده، چې په دې برخه کې توافق ته سره رسېدلي که نه.

د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې خبرې پر داسې مهال شپږمې ورځې ته داخېلېږي، چې طالبانو پرون د بګرام په هوايي اډه موټر بم او ډلیز ځانمرګي بریدونه وکړل.

په دغه برید کې دوه تنه وژل شوي او د پنځو ګرجستاني سرتېرو په ګډون ۹۰ تنه نور ټپیان شوي،  چې ډېری یې ملکي وګړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو دغه برید غندلی دی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض



 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي