سیمه ییز چارواکي وايي، بدخشان ولایت د سروزرو د یوه کان د ښوېدو له امله پنځه کارکوونکي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د بدخشان د والي ویاند نېک محمد نظري
جمهور خبري آژانس ته و ویل، چې دغه پېښه پرون چهارشنبې د لیندۍ ۲۰ مه د بدخشان ولایت د راغستان ولسوالۍ خالي چوب کلي کې د سروزرو په کان کې رامنځ ته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه، چې په دغه سیمه د زیاتې واورې ورېدنې له امله کان ښوېدلي، چې په کې پنځه کارکوونکي وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د هغه په وینا په دې کان کې ټولټال ۵۰ تنو کار کولو او ښايي د مرګ ژوبلې شېمره نوره هم زیاته شي.
د بدخشان د والي ویاند وايي، دا چې په سیمه کې مخابراتي شبکې نشته نو د پېښې په اړه هم نور جزیات نه لري.
ویل کېږي دغه سیمه د طالبانو تر واک لاندې ده او حکومت نه شي کولی د ژرغورنې ځواک سیمې ته ولېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل