۰

افغان حکومت د بګرام په هوايي اډه برید ته غبرګون ښودلی دی

چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۸
افغان حکومت پر بګرام هوايي اډې شوي موټر بم او ډلیز وسله وال برید ته په غبرګون کې وايي، د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اوربند شرط دی.
افغان حکومت د بګرام په هوايي اډه برید ته غبرګون ښودلی دی
افغان حکومت پر بګرام هوايي اډې شوي موټر بم او ډلیز وسله وال برید ته په غبرګون کې وايي، د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اوربند شرط دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بګرام پر هوايي اډه نن چهارشنبې د لیندۍ ۲۰ مه لومړۍ یو موټر بم او وسله وال برید وشو.

د بګرام ولسوالۍ ولسوال عبدالشکور قدوسي ویلي، د دې برید له امله یوه مېرمن وژل شوې او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۰ تنه نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې، د پېښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي او د درملنې په موخه د پروان ولایت ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

قدوسي ویلي ممکن د بریدګرو شمېر له پنځو تر لسو پورې وو.

ارګ دغه برید ته په غبرګون کې وايي، افغان حکومت په وار وار ټینګار کړي، چې په هېواد کې د سولې د ټنګښت لپاره اوربند او د تاوتریخوالي کمول د حکومت او ملت لومړۍ غوښتنه ده.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي، که چېرته طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي نو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هېواد له تمامي ارضیت او خلکو څخه د دفاع په موخه پر هغوی خپل بریدونه دوامداره وساتي.

که څه هم د ارګ ویاند د دې برید مسوول طالبان بللي، خو طالبانو تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي