۰

ملي امنیت ننګرهار کې یو موټر بم ځانمرګی او د هغه لارښود نیولي

چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۶
ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یو ځانمرګی بریدګر او د هغه لارښود، چې له ډېورنډ کرښې پورې غاړه کې یې روزنه تر لاسه کړې ده، هدف ته له رسېدو وړاندي نیولي دي.
ملي امنیت ننګرهار کې یو موټر بم ځانمرګی او د هغه لارښود نیولي
ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار ولایت کې یو ځانمرګی بریدګر او د هغه لارښود، چې له ډېورنډ کرښې پورې غاړه کې یې روزنه تر لاسه کړې ده، هدف ته له رسېدو وړاندي نیولي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ځانمرګی او د هغه لارښود پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه په ننګرهار کې نیول شوي، چې د والي له خوا په یوه خبري کنفرانس کې رسنیو ته وښودل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل و ویل، چې دغه ځانمرګی او د هغه لارښود له چاوېدونکو توکو ډک موټر سره پرون سه شنبې د لیندۍ ۱۹ مه ماښام د جلال آباد ښار د شپږمې ناحیه اړوند سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شول.

د والي په وینا دغه ځانمرګي او لارښود یې په یوه پلاینکوچ موټر کې ۱۰۰۰ ټنه ټي اېن ټي خطرناکه چاوېدونکي توکي ځای پر ځای کړي و او غوښتل یې په یوه دولتي ودانۍ برید وکړ، خو هدف ته له رسېدو وړاندې د ملي امنیت له خوا ونیول شو.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه، چې ملي امنیت ځواکونو د دغه ځانمرګي او موټر بم د نیولو لپاره نېږدې یوه نیمه میاشت کار کړی و، چې بالااخره په نیولو یې وتوانېدل.

هغه په ولسونو هم غږ وکړ، چې د امنیت د تامین په برخه کې له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او شکمن کسان په خپلو سیمو کې پرېنږدي.

په ورته وخت کې ځانمرګي بریدګر هم په خپلو خبرو کې و ویل، چې د ډېورنډ د کرښې پورې غاړې پېښور څخه افغانستان ته د ځانمرګي برید لپاره راغلی وو.

نوموړی، چې  ریاض نومېږي او په صدام حسین مشهور دی وايي، اصلي د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د اریت د سیمې اوسېدونکی دی خو اوس د پېشور په رنګ روډ کې اوسېږي.

هغه زیاته کړه، پېښور کې یې سبزۍ خرڅولو دوکان درلود او هلته ځینې چنده ټولوونکي، چې یو په کې عبدالرحمان نومېده او د دغه دوکان ته ورتلل ځانمرګي برید ته وهڅول شو.

ده وویل، چې یادو کسانو ورته ویل چې افغانستان کې انګرېزیان دي او ته ورشه برید پرې وکړه، چې رسآ به جنت ته ولاړ شې.

بل خوا د دغه ځانمرګي بریدګر لارښود سلیمان، چې په ذبیر مشهور دی هم وویل، چې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی دی او دا مهال د ننګرهار د فامیلیو په سیمه کې اوسېږي.

نوموړي زیاته کړه، له تېرو شپږو کلونو راهیسې د طالبانو په لیکو کې دی او دغه ځانمرګی موټر بم هم ده ته د ایوبي په نوم د یوه کس له خوا ورکړل شوی و او ده په خپل کور کې ساته.

د هغه په وینا، ایوبي نوم کس له چاېدونکو توکو ډک موټر چې په شېرزادو ولسوالۍ کې له چاېدونکو توکو ډک شوی و، د سرخرود په بالاباغ سیمه کې ځانمرګي بریدګر ریاض ته وسپارل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي