۰

امریکا: په وسله وال برید کې شپږ کسان وژل شوي دي

چهارشنبه ۲۰ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۱
راپورونه وايي، د امریکا په نیوجرسي کې په یوه وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.
امریکا: په وسله وال برید کې شپږ کسان وژل شوي دي
راپورونه وايي، د امریکا په نیوجرسي کې په یوه وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه نیویارک ښار ته څېرمه په نیوجرسي سټي کې رامنځ ته شوې ده.

ویل کېږي درې تنه وسله وال بریدګرو له یوه پلورنځي څخه پر خلکو ډزې کولې، په په ترڅ کې یې پنځه تنه وژل شوي دي.

سیمه ده د پولیسو په رسېدو سره د پولیسو او بریدګرو تر منځ نېږدې یو ساعت نښته شوې، چې په ترڅ کې یې یو پولیس او درې واړه بریدګر وژل شوي دي.

ځايي چارواکو پېښه یو ترهګریز برید بللی دی.

دا په تېرو دوه اونیو کې درېیم برید دی، چې په امریکا کې کېږي.

تر دې څو ورځې وړاندې د امریکا په یوه پوځي اډه کې هم یو تن پر امریکايي سرتېرو ډزې کړې او مرګ ژوبله یې ورته اړولې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي