۰
دانش:

حکومت په ادارو کې د فساد سره د مبارزې بنسټیزه کولو کې ناکام دی

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۸
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، حکومت په دولتي ادارو کې له فساد سره د مبارزي بنسټیزه کولو کې ناکام دی او باید په دې برخه کې یو ځانګړی بنسټ رامنځ ته کړي.
حکومت په ادارو کې د فساد سره د مبارزې بنسټیزه کولو کې ناکام دی
د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش وايي، حکومت په دولتي ادارو کې له فساد سره د مبارزي بنسټیزه کولو کې ناکام دی او باید په دې برخه کې یو ځانګړی بنسټ رامنځ ته کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن دوشنبې د لیندۍ ۱۸ مه کابل کې د فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت خبر کولې و ویل، حکومت سره له دې، چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي دی ولې تر اوسه نه دی توانېدلی، چې د دغه پدیدې سره د مبارزې په خاطر یو خپلواک او پرېکنده بنسټ رامنځ ته کړي.

نوموړي زیاته کړه، چې همدا د دې لامل شوی، چې په اداراتو کې د فساد پر ضد مبارزې په برخه کې همغږي نه وي او د بېلابېلو بنسټونو له خوا د حکومت سره په موازي توګه د فساد سره د مبارزې کړنلارې تر لاس لاندې ونیول شي.

دانش و ویل، دا چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې یو ځانګړی، خپلواک او صلاحیت لرونکی بنسټ نشته، همدا دي، چې ستونزې جوړې شوې او لا هم د فساد مافیا په حکومت کې نه ده مهار شوې.

دانش له فساد سره د جدي او رښتینې مبارزې لپاره د یوه ځانګړي کمېسیون د جوړېدو وړاندیز وکړ ویې ویل، چې یو صلاحیت لرونکی او پرېکنده کمېسیون باید په دې برخه کې جوړ شي.

ښاغلي دانش د دې تر څنګ په دې هم ټینګار درلود، چې په دولتي بنسټونو کې باید سالمه او قاطع رهبري شتون ولري تر څو په اداراتو کې له فساد سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د روڼتیا او څار بنسټ مشر اکرام افضلي هم د فساد سره د مبارزې په برخه کې د یوه ځانګړي کمېسیون نه شتون هغه لامل وباله، چې په وینا یې له فساد سره د جدي مبارزې په برخه کې یې ستونزې لاوړلاړې کړې.

افضلي و ویل، په حکومت کې د ننه ځینې کسان، چې د دغه ډول کمېسیون جوړېدل د خپل ځان او ګټو په زیان ویني مخالفت او مخینوی کوی، خو د کوم چا نوم یې وانخست.

په دې ناسته کې په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر پیرو مایډون و ویل، چې اداري فساد په افغانستان کې یوه لویه ستونزه ده، چې له بېوزله او کم ګټو وګړو قرباني اخلي.

هغه ټینګار وکړ، چې افغان حکومت باید د فساد پر وړاندې مبارزه کې جدي ګامونه پورته کړي او اروپايي ټولنه به هم په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي