۰
ملګري ملتونه:

افغانستان د فساد ضد مبارزه کې لاس ته راوړنې لري

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۲
ملګرو ملتونو له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لاس ته راوړڼې ستایلې خو وايي په دې برخه کې لا زیات کار او پرمختګونو ته اړتیا ده.
افغانستان د فساد ضد مبارزه کې لاس ته راوړنې لري
ملګرو ملتونو له فساد سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان لاس ته راوړڼې ستایلې خو وايي په دې برخه کې لا زیات کار او پرمختګونو ته اړتیا ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما دا خبره نن د فساد په وړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت یوه خبرپاڼه کې کړې ده.

په خبرپاڼه کې د دغه ادارې مشر تدامیچي یاماماتو ویلي، ملګري ملتونه د هغو حقوقي کړنلارو، پالیسیو او بنسټیزو پرمختګونو هرکلی کوي، چې له فساد سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې رامنځ ته شوی چوکاټ پیاوړی کوي.

خو په وینا یې ډیره مهمه ده چې اوس د قوانینو په عملي کولو تمرکز وشي او له فساد سره د مبارزې د هوډ څرګندولو په خاطر له هغو کسانو سره حساب کتاب وشي، چې سرغړونه کوي.

ملگري ملتونه وايي، د جزا د نوي قانون، اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون، د فساد په وړاندې د مبارزې قانون او د ۲۰۱۷ کال د فساد پرضد ستراتیژۍ په ګډون د فساد په وړاندې د افغان حکومت د پورته شویو ګامونو ملاتړ کوي خو پر عملي کیدو یې هم ټینګار کوي.

سرچینې په ټینګار سره ویلي، ملګري ملتونه هغه ستونزمن امنیتي وضیعت درک کوي چې افغان قاضیان او څارنوالان په کې فعالیت کوي او د قضايي چارواکو هدفي وژنې غندي.

د ملګرو ملتونو په وینا په داسې حال کې د فساد پر ضد د مبارزې عدلي مرکز د درغلیو قضیې څیړي خو دا مرکز لا هم په لوړ کچ د درغلیو د موثرې څیړنې په برخه کې موثر پرمختګ نه لري.

د یوناما په وینا د اداري فساد د اړوندو څیړنو په اړه د نیونې او احضار یو شمیر امرونه او د ممنوع الخروج حکمونه نه دي عملي شوي او ډیر محکوم شوي باید ونیول شي او سزا پرې عملي شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي