۰

ترکیې په افغانستان کې پانګونې ته چمتوالی ښودلی دی

دوشنبه ۱۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۳
د ترکیې د بهرنیو اقتصادي اړیکو د بورډ رییس نایل اولپاک وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پاګونه وکړي.
ترکیې په افغانستان کې پانګونې ته چمتوالی ښودلی دی
د ترکیې د بهرنیو اقتصادي اړیکو د بورډ رییس نایل اولپاک وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پاګونه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي دغه څرګندونې پرون یکشنبې د لیندۍ ۱۷مه د ترکیې استانبول ښار کې له ولسمشر غني سره وکتل.

په دغه کتنه کې، د ترکیې – افغانستان د سوداګریزې شورا رئیس سلېمان سیلیف هم برخه درلوده او دواړو لورو پر بېلا بېلو مسایلو خبرې  وکړې.

ارګ وايي، ولسمشر غني د افغانستان د لویو انکشافي پروژو او د اوبو د بندونو د معیاري ډیزاین او څارنې په برخو کې د ترکیې له بریالیو تجربو څخه ګټې اخیستنې ته لېوال دی.

ولسمشر زیاته کړې، چې د افغانستان او ترکیې د دغو همکاریو په پایله کې به انکشافي پروژې په مناسبه بیه، ښه کیفیت او پر وخت تطبیق او بشپړې شي.

ښاغلي غني، په افغانستان کې د کانونو، د برېښنا، ټرانزیټ او سیمه ییز اتصال په برخو کې د پانګونې فرصتونه تشریح او ترکي پانګوال یې په اړوندو برخو کې پانګونې ته وهڅول.

هغه زیاته کړه، د اورګاډي پټلۍ او د سیمه ییز اتصال په برخو کې پانګونه له ترکیې او سیمې سره د افغانستان د نښلولو او سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره ارزښتناکه ده.

دغه راز ولسمشر د افغاني محصولاتو لکه جلغوزیو، پستې، بادامو، چارمغزو او نورو د ارزښت ځنځیر پر ایجاد په ټینګار وویل، موږ باید په دې برخه کې تخنیکي ظرفیت لوړ کړو، ترڅو زموږ صنعتکاران په نړیوالو معیارونو برابر توکي بسته بندي او صادر کړي.

په ورته وخت کې د ترکیې هیواد د بهرنیو اقتصادي اړیکو د بورډ رئیس د لویو انکشافي پروژو، د کانونو، ټرانزیټ، برېښنا او سیمه ییز اتصال په برخو کې یې پانګونې ته تیاری وښود.

نوموړي ژمنه وکړه چې ترکي پانګوال او شرکتونه به په اړوندو برخو کې پانګونې ته وهڅوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي